مالي، اداري او املاکي مدیر ـ د بدخشان ولایت د ارزاقو لوی مدیریت

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۱۰
Job

Publish Date

Closing Date

Location

Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan

د دندې سرلیک: مالي، اداري او املاکي مدیر ـ د بدخشان ولایت د ارزاقو لوی مدیریت
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: ۵
د بست شمېر: یو بست
د بست کود: ARZAQ-1403-151
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشاتو د سکیل مطابق
د بست موقعیت:  بدخشان ولایت
 راپور ورکول: د ارزاقو لوی مدیریت ته
د بست د اعلان نیټه:: 06/02/1404
 د اسنادونو د غوښتنې ورستۍ نیټه: : 27/02/1404

د موخې او دندې لنډیز: د ارزقو امارتي شرکت په نمایندگۍکې د املاکي، اداري او مالي چارو تطبیق، پیگیري، همغږي او تنظیم.

صلاحیت او مسؤلیتونه:

تخصصي دندې:

  1. د ټولې عایداتي سرچینو (اساسي او غیر اساسي) څخه د ارقامو او جدولونو ترلاسه کول او مرکز ته یې لېږل.
  2. د مالي، اداري او املاکي چارو پیگیري او د حسابي دورې طی کول.
  3. د شرکت د جایدادونو څخه په نمایندگۍ کې د پآنګونې او عوایدو ګټوره استفاده کول.
  4. د مالي، اداري او املاکي اسنادونو ترتیبول، ترڅو یو دقیقه احصائیه ولرو.
  5. د نافذه قوانینو مطابق د اعلانونو خپرول او د مزایده غونډې جوړول، آفرونه ارزول او د کرایه ورکولو اسنادونه د مرکز سره همغږۍ سره طی مراحل کول.
  6. د جایدادونو قراردادونه ترتیبول او د مرکز اړوند څانګو سره شریکول.
  7. د جایدادونو ساتنه، مراقبت او سالمه استفاده او د قرارداد په پیل کې د جایدادونو ثبت کول.
  8. د جایدادونو عواید د قراردادونو سره سم ټولول او د شرکت په حسابونو کې یې په وخت جمع کول.
  9. د جایدادونو قراردادونو پیل او ختمول او د جایدادونو د سوداګریزو موقعیت درجه بندي لپاره د پانګونې هڅې ترسره کول.
  10. د موادو د تولید او د روغتیا تضمین او د قراردادونو سره سم اداري ته یې سپارل.

 

مدیریتي دندې:

  1. د هرې میاشتې، ربعې او کلني پلان ترتیبول او د ادارې د پلان سره سم پرمخ وړل.
  2. د کارکوونکو حاضري، معاشونو او د هغوی حقوق تنظیمول او راپور یې هره میاشت مرکز ته لېږل.
  3. د شرکت جایدادونو سره اړوند قوانینو او مقرراتو پلي کول، ترڅو په پروسې کې شفافیت رامنځته شي.
  4. د لوی مدیریت لخوا د تایید شوو اجراآتو راپور ترتیبول او مرکز ته یې سپارل.
  5. نورې هغه دندې، چې د لوی مدیریت  یا د لوړپوړو مقاماتو لخوا د قوانینو، مقرراتو او اهدافو سره سم ورکول کیږي.

د همغږۍ دندې:

  1. د شرکت د مالي آمریت سره د احتمالي مالي خطراتو د رفع کولو لپاره همغږي.
  2. د اړونده څانګو سره د ښې همغږۍ کول، چې په  چارو کې کوټلي پرمختګونه رامنځته شي.

زده کړې، تجربې او مهارتونه:

تحصیلي کچه:

  • لږ تر لږه د لیسانس سند لرونکو لپاره د اقتصاد، اداره، سوداګرۍ، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق او سیاسي علوم  او یا د پست اړوند نورو برخو کې.
  • د ماسټرۍ سندلرونکو ته د پست لپاره ترجیح ورکول کیږي.

تجربې:

  • لږ تر لږه یو تر دوه کاله د اړوند دندې سره تړاو لرونکې تجربه د لیسانس لپاره.

نور مهارتونه (کورسونه او روزنیزې پروګرامونه):

  • یو له ملي ژبو (پشتو او دری) څخه بشپړ لوستنه او د لیکني مهارت درلودل او همدارنګه د انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
  • د کمپیوټر په پروګرامونو کې( (MS Office, Outlookمهارت درلودل او نور اړوند کمپیوټر او انټرنیټ پروګرامونه.
  •  اداري، حسابداري او مدیریتي مهارتونه.
  • د هیواد نافذه قوانینو په اړه بشپړ معلومات (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د ارزاق دولتي شرکت اساسنامه او نور).
  • د دولتي او غیر دولتي ادارو سره مسلکي اړیکه ټینګولو وړتیا.
  • د افهام او تفهیم وړتیا درلودل.

د نوماندۍ لارښود:

  • مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سی‌وي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۱۴۰۴/۰۲/۲۷ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
    jobs@arzaq.gov.af –
  • یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ‌لیست شي.
  • د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ.  020-2500043

Documents

Financial, Administrative, and Property Management Officer – Badakhshan Provincial General Manager

Related VacanciesShow all

Back to vacancies