د لغمان ارزاقو مدیر د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۱۷
off

د لغمان ولایت د ارزاقو مدیر وحیدالله الکوزي تېره ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د روزنتون کاري فعالیتونه یې له نږدې و ارزول.

الکوزي وویل، چې د لیدنې پر مهال یې د خوراکي توکو د وېش بهیر، د خواړو کیفیت او کمیت او همدارنګه پخلنځی یې له نږدې وکتل. نوموړي د پاکوالي، نظم او د غوره فعالیتونو د ترسره کولو په اړه اړوندو مسوولینو ته یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کړې.

هغه زیاته کړه، چې د روزنتون مسوول د ارزاقو امارتي شرکت د خدمتونو له کیفیت څخه خوښي څرګنده او د شرکت ټولو مسوولینو ته د لا بریاوو هیله وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي او ولایتي مسوولین تل هڅه کوي، څو خپلې اړوندې پروژې په شفاف ډول تطبیق او د ښه پرمختګ په موخه یې دوامداره څارنه او ارزونه ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار بست لپاره مرکه یی آزموینه واخیستل شوه

څه موده وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار د خالي بست د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ له لارې تحریري آزموینه واخیستل شوه، چې د آزموینې د کتونکو پلاوي له لوري ځواب پاڼې و ارزول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې،  تېرې ورځ ۵۱ تنه مسافرو استادانو ته خوراکی توکي ولېږدول.

د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all