د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې غونډه جوړه شوه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۴۶
office

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې غونډه د شرکت د سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع‌الله مجروح په مشرۍ ترسره شوه. دغه غونډه د شرکت د فعالیتونو د لا ښه‌والي، د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د شته وو ستونزو د حل په موخه جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د سوداګریزو چارو رییس محمدامین صاحبزاده، د شرکت بېلابېلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی و.

غونډه د سپېڅلي قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې د سوداګریزو چارو، مالي، تدارکاتو، د پروژو د تطبیق، املاکو، خدماتو او د کارکوونکو د چارو آمرینو د خپلو اړوندو برخو غوښتنې، نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د غونډې په اجنډا کې شامل شوي وو. د دغو موضوعګانو په اړه مفصل بحث وشو او پر یو شمېر مهمو مواردو لازمې پرېکړې وشوې.

د شرکت سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع‌الله مجروح د ګډونوالو د مسوولیتونو د مؤثرې اداینې لپاره یو لړ سپارښتنې وړاندې کړې، چې د غونډې برخوالو له خوا ډاډ ورکړل شو، چې خپلې چارې به لا چټکې کړي او خلکو ته به لا زیات سهولتونه برابر کړي. غونډه د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all