له ارزاقو امارتي شرکت سره ملتیا وکړئ!

د خوراکي توکو له اړخه غوره خدمتونه وړاندې کول، ولس ته هوساینې رامنځته کول، د هېواد اقتصاد پیاوړې کول او ځوان نسل ته د کاري فرصت برابرول یوازې او یوازې د ارزاقو امارتي شرکت له موخو او چوپړتیاو څخه دي.
ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري ،چې د هېواد ټولو سیمو ته د خپلو خدمتونو لړۍ وغځوي، ترڅو ولس ته غوره محصولات وړاندې کړي. په دې سره ځوان نسل لپاره کاري چاپېریال رامنځته کېږي او هم افغانستان د پرمختګ او اقتصادي ودې په لوري اوچت او ګړندي قدمونه اخلي.
دې موخو ته رسېدل د ملي او سیمه ئیزو سوداګرو او د خصوصي سکټورونو پرمټ عملاً همکاریو ته را دانګل دي، چې د ارزاقو امارتي شرکت سره یو ځای قدم پورته کړي. په دې توګه نه یوازې په کور دننه په ډاډمنه فضاء کې پانګونه کېږي؛ بلکې د پردیو هېوادونو توکو پر ځای د کورني محصولاتو کارول زیاتیږي.
د یو پرمختللي او ځانبسیا افغانستان په هیله!