د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري چارو معین سره وکتل؛

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۰:۵۸
M

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس، ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع وړمه ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین سره د ده په کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري چارو معین ښاغلي مولوي دین محمد حقبین ته د ارزاقو امارتي شرکت پر فعالیتونو، لاسته راوړنو، په مرکز او ولایتونو کې د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو اړوند روزنتونونو ته د خوراکي توکو د لېږد پر څرنګوالي، د راتلونکې پلانونو او همداراز د ارزاقو امارتي شرکت په چارو کې د چټکتیا راوستلو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. ښاغلي مولوي عبدالرازق رفیع د ارزاقو امارتي شرکت سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د زیاتو همکاریو یادونه وکړه.

ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري چارو معین ښاغلي الحاج مولوي دین محمد حقبین په خپلو خبرو کې د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او په دې برخه کې د لا زیاتو هلو ځلو او همکاریو غوښتونکی شو.

ښاغلي حقبین د ارزاقو امارتي شرکت فعالیتونه ګړندۍ، په کاري برخو کې د بشپړ اعتماد، اخلاص او باور فضا رامنځته کول یې د بریا اصل او د افغانستان اقتصادي ودې په لار کې یو ستر ګام یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت په دې وروستیو درېیو کلونو کې په چارو کې اتیا سلنه ښه والی راغلی، چې د خوراکي توکو د برابرولو او لیږد پروسې له مخې ډېریو ارګانونو ته بریالۍ اداره ثابته شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all