د ارزاقو امارتي شرکت داجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۴۴
me

 د ارزاقو امارتي شرکت د فعالیتونو د لا ښه والي، خدمتونو ته آسان لاسرسی، خلکو ته د اغېزمنو چوپړتیاوو د وړاندې کولو او د ستونزو د هواري په موخه اجرائیوي غونډه ترسره شوه. د یادې غونډې مشري د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کوله.

په غونډه کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو رییس محمدامین صاحب‌ زاده او د شرکت اړوند بېلابېلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د کار د کیفیت، پرمختګ او اغېزناکو اجرااتو په اړه مهم موضوعات له ګډونوالو سره شریک کړل او د چټکو او بریالیو کړنو د ترسره کولو سپارښتنې یې وړاندې کړې.

د غونډې په دوام؛د شرکت آمرینو د خپلو برخو کاري راپورونه او اړوند موضوعات، چې د غونډې اجنډا کې شامل ؤ، وړاندې کړل او په اړه یې هر اړخیز بحث وشو.

د غونډې په پای کې یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې تائید شوې او پر نورو مهمو موضوعاتو لازمې پرېکړې ونیول شوې. غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all