د دندې عنوان: د عمومی کنترول مدیر

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۲:۵۹
job

Publish Date

Closing Date

Location

پته: د مرکزي سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل ـ افغانستان

Sorry...This form is closed to new submissions.

د دندې عنوان: د عمومی کنترول مدیر
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت

بست: ۴
د بست شمېره: ۱
د بست کود: ARZAQ-1403-23
ماهوار معاش: د شرکت د معاشاتو د سیکل مطابق
د بست موقعیت: مرکز
گزارش ورکول: د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیه کمیټې ته
د اعلان نېټه: ۲۲/۱۰/۱۴۰۳
د غوښتنلیک اخیستلو وروستۍ نېټه: ۰۴/۱۱/۱۴۰۳


دندې هدف (خلاصه): د شرکت د ټولو مالي او پولي چارو کنترول طرح کول، په دې سره چې د مصرفونو معقولیت، اقتصادیت او صرفه جوي رعایت شي.


صلاحیتونه او د دندې مسئولیتونه:
۱. د معاشاتو، کرایه، غوښتنلیکونو، د معتمدینو لګښتونو، خریداریو، قراردادونو، صادر شوو او داخل شوي چیکونو، جنسو اړوند اسنادو کنترول او د مالي او حسابي قوانینو سره سم تصفیه کول؛
۲. د شرکت د فعالیتونو او په ځانګړې توګه مالي اجراآتو د هدفونو سره د تضاد مخنیوی کول؛
۳. د شرکت د مختلفو برخو د مصرفونو کې معقولیت او اقتصادیت تضمینول؛
۴. د کنترول اسنادو ترتیب او انسجام او د مدیرت لخوا د مهر او لاسلیک وروسته بشپړول؛
۵. د ټولو قوانینو، فرمانونو، احکامو، مقرراتو، طرزالعملونو، پالیسۍ او نافذه لایحو د پلي کولو تضمین؛
۶. د شرکت د عمومي پلان مطابق د میاشتني، ربع وار او کلني کاري پلان جوړول؛
۷. د خپلو تابعینو مدیرت او د هغوی د فعالیتونو موثریت ډاډمنول؛
۸. د دفتر د فایلو سیسټم تنظیم کول؛
۹. د بشري منابعو ریاست سره همکاري د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونې لپاره؛
۱۰. د شرکت د فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، ربع وار، کلني او اضطراري راپورونه ورکول؛
۱۱. نور دندې چې د لوړ پوړو مقاماتو لخوا د شرکت د قوانینو او اهدافو مطابق سپارل کیږي؛
۱۲. د داخلي او خارجي برخو تر منځ د همغږۍ او اړیکو ټینګول.


تعلیم، تجربه او اړین مهارتونه:

  • تعلیمي درجه: د مالی او بانکی، اقتصاد یا اړونده برخو کې د لیسانس سند (د ماستري سند غوره ګڼل کیږي)
  • ضروري تجربه:
    • د لیسانس لپاره لږ تر لږه درې کاله اړوند تجربه
    • د ماستري لپاره لږ تر لږه دوه کاله اړوند تجربه
  • نور مهارتونه:
    • د ملی ژبو (پښتو او دری) د لوستلو او لیکلو بشپړ مهارت، او انګلیسي ژبې سره آشنایي
    • د کمپیوټر پروګرامونو (MS Office, QuickBooks, Outlook) او انټرنیټ د اړوند پروګرامونو سره مهارت
    • د مدیریتي، اداري او حسابي مهارتونو درلودل
    • د هیواد د نافذه قوانینو (د کار قانون، د دولتی شرکتونو قانون، د ارزاق شرکت اساسنامه، او نور) په اړه بشپړ پوهه
    • د دولتي او غیر دولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو جوړولو ظرفیت
    • د توضیح او تفهیم وړتیا.

د کاندیدانو لپاره لارښوونې:
علاقه لرونکي کاندیدان چې د پورته شرایطو سره سمون لري، کولی شي خپل CV د بست عنوان او کود سره د ایمیل له لارې د شرکت د بشري منابعو آمریت ته په لاندې ایمیل آدرس کې تر ۰۴/۱۱/۱۴۰۳ پورې ولیږي: jobs@arzaq.af
یادونه: یوازې د هغو کاندیدانو سره اړیکه نیول کیږي چې په کاندیداتو لست کې شامل شي

Related VacanciesShow all

Back to vacancies