د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست له روزنتون څخه څارنه وکړه؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۱
L

د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیر وحیدالله الکوزی وایي، چې تېره چهارشنبه یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه څارنه او ارزونه وکړه. دا څارنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې د روزنتون زده‌کوونکو لپاره د غرمې مهال د پخلي او ډوډۍ د وېش بهیر روان و.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه څارنه کې د خوړو کیفیت، کمیت، د پخلنځي دسپلین او د آشپزانو یونیفورم وارزول شول. همداراز آشپزانو ته د یونیفورم د اغوستلو او د پخلنځي د پاکوالي په اړه لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.

ښاغلي الکوزي دا هم وویل، چې د یاد روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له پروژوي خدمتونو څخه خوښ دي او د خوراکي توکو د لېږد او اکمالاتو په برخه کې یې خپله رضایت څرګند کړی دی.

باید وویل شي، چې د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي او ولایتي مسوولین تل هڅه کوي، ترڅو له خپلو اړوندو چوپړیزو خدمتونو څخه په دوامداره توګه څارنه وکړي، څو د خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all