د مالي خطرونو د څېړنې مدیر
Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
د دندې عنوان : د مالي خطرونو د څېړنې مدیر
اداره: ارزاقو امارتي شرکت
بست: ۵
د بست شمېر: ۱
د بست کوډ: ARZAQ-1404-91
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د بست ځای: کابل
راپور ورکول: د ارزاقو امارتي شرکت مالي آمریت ته
راپور اخیستل: د بست تر اثر لاندې کارکوونکو څخه
د بست د اعلان نېټه : ۱۸/۹/۱۴۰۴
د غوښتنلیک د سپارلو ورستۍ نېټه: ۷/۱۰/۱۴۰۴
د دندې د موخې (لنډیز)
د شرکت د شتمنیو او پانګې ساتنه او د شرکت د مالي چارو ثبات تضمینول، د شرکت احتمالي مالي خطرونو د پېژندلو، څېړنې، ارزونې او کمولو لارې چارې.
وظیفوي مسؤلیتونه او صلاحیتونه:
- د ادارې د کاري پلان سره سم اونیز، میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان ترتیبول او د هغې د تطبیق څارنه.
- د احتمالي مالي خطرونو پېژندنه او ارزونه، لکه د بازار، اعتباري، نقدیني خطرونه او د مقرراتو او قوانینو د رعایت خطرونه.
- د خطرونو بشپړه ارزونه، د خطر د احتمالي اغېزو څېړنه، د کمي او کیفي تخنیکونو کارول او د شرکت د بېلابېلو برخو لپاره د څرګند یا واضح خطر انځور جوړول.
- د مالي آمریت او نورو اړوندو برخو سره همکاري، څو د خطر مدیریت د شرکت له موخو سره برابر شي.
- د مالي خطرونو د کمولو لپاره د مناسب اقداماتو ترسره کول.
- له کاري دندې ډاډ ترلاسه کول، چې د شرکت موخې، مالي مقررات، داخلي طرزالعملونه او د خطر مدیریت چوکاټ سره په بشپړ ډول مطابقت ولري.
- د خطرونو واضح راپورونه چمتو کول، مالي آمریت ته وړاندې کول او اړوندو مسؤلینو ته مهمې پېښې روښانه کول.
- د متقابل همکاریو له ټیمونو سره کار کول (لکه مالي، عملیاتي او قانوني څانګې)، د هغوی د خطر منلو وړتیا پېژندل او د خطر مدیریت ستراتیژیو پلي کول.
- هغه دندې ترسره کول، چې د ادارې له مقرراتو او قوانینو سره سم مسؤلینو لخوا ورسپارل کېږي.
زده کړې، تجربې او مهارتونه:
د تحصیل درجه:
- لږ تر لږه د لیسانس سند؛ په اقتصاد، سوداګریز مدیریت، عامه پالیسي، عامه اداره یا نورو اړوندو برخو کې؛ د ماسټر سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
د تجربې اړتیا:
- لږ تر لږه ۱ تر ۲ کالونو پورې د دندې مطابق کاري تجربه د لیسانس سند لرونکو لپاره.
اړین مهارتونه:
- په پښتو او دري ژبو کې د لیک او وینا بشپړ مهارت درلودل او په انګلیسي ژبې باندې ښه بلدتیا درلودل.
- په کمپیوټري پروګرامونو لکه(Word، Excel، PowerPoint، Outlook،QuickBooks ) او نور اړوند پروګرامونو کې مهارت درلودل.
- د مالي خطرونو په مدیریت کې مهارت در لودل.
- د نافذه قوانینو لکه: د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نورو اړوند مقرراتو په اړه پوهاوی درلودل.
- د دولتي او غیر دولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا درلودل.
- د افهام او تفهیم وړتیا لرل.
د نوماندۍ لارښوونې:
- مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سیوي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې تر ۷/۱۰/۱۴۰۴ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
jobs@arzaq.gov.af - یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه نیول کېږي، چې شارټ لیست شي.
د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ. 020-2500043