د پروان پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۰
P

 د پروان ولایت د ارزاقو مدیر نورالدین مقتصد وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۸۰۹۳ کیلوګرامه وریجې، ۲۲۳۸ کیلوګرامه غوړي، ۵۱ کیلوګرامه شین چای، ۱۱۴.۸ کیلوګرامه خام نخود، ۱.۷۲۲ کیلوګرامه د چای هیل، ۶.۸۸۸ کیلوګرامه زردچوبه، ۱۰.۳۳۲ کیلوګرامه زیره، ۱۷.۲۲ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۲۷۵ کیلوګرامه رُب، ۵۵۱ کیلوګرامه د خواړو مالګه او ۸۹۵ کیلوګرامه بوره شامل دي.

مقتصد څرګندوي، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتني پلاوي په شتون کې د پروان پوهنتون د لیلیي اړوند مسوول ته تسلیم شول. همداراز د پروان پوهنتون اداري پلاوي د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښي ښودلې او د یادو خوراکي توکو له کمیت او کیفیت څخه یې رضایت څرګند کړی دی.

هېره دې نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام د هېواد د پوهنتونونو لیلیو ته د خوراکي توکو لېږد په منظم ډول ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند د یوه باب مغازې د مزایدې غونډه ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند د یوه باب مغازې د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې غونډه ترسره شوه. په یادې غونډه کې د ارزاقو امارتي شرکت،د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۱۹
Background image

د بامیانو پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریزو پلان له مخې؛ تېره ورځ د بامیانو ولایت د پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د بامیانو ولایت د ارزاقو مدیر نعمت الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all