د کاپیسا د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۱:۱۴
Kap

د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیر ښاغلي قاري فریدون مصلح په یوه رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په یادو خوراکي توکو کې ۵۵۰۰ کیلوګرامه فیصل وریڅې، ۱۰۸۰لېټره مایع غوړي، ۳۰کیلوګرامه چای،۳۵۰ کیلوګرامه لوبیا،۷۰ کیلوګرامه نخود،۱۵۰کیلوګرامه رُب، ۳۰۰کیلوګرامه مالګه، ۱۵کیلوګرامه د دیګ مصاله، ۵ کیلوګرامه زرچوبه، ۵ کیلوګرامه زیره او هیل شامل دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوو په شتون کې د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون د لیلیي اړوند مسوول ته تسلیم شول. همداراز د البیروني پوهنتون اداري پلاوي د ارزاقو امارتي شرکت له خدماتو خوښي ښودلې او د یادو خوراکي توکو له کمیت او کیفیت څخه یې رضایت څرګند کړی دی.

هېره دې نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت د تېر کال په څېر سږ کال هم د خپلو بنسټیزو فعالیتونو په دوام د هېواد د پوهنتونونو لیلیو ته د خوراکي توکو لېږد په منظم ډول ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all