د نیمروز ولایت د ارزاقو مدیریت کړنې وستایل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۳:۲۲
Nim

د نیمروز ولایت د ارزاقو مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې یې د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون ته اړین خوراکي توکي په منظم او لوړ کیفیت لېږدولي، چې له امله یې د یاد ریاست له لوري د ارزاقو مدیریت له کړنو ستاینه شوې.

دوی زیاتوي، چې د نیمروز ولایت روزنتون ته د خوراکي توکو د لېږد تر څنګ له پخلي او د خواړو د وېش له پروسې څخه هم پر وخت څارنه او ارزونه شوې ده.

په دې ستاینه کې د نیمروز د ارزاقو مدیریت هغه هڅې یادې شوې دي، چې د دوامدارې همغږۍ، پراخو او اغېزناکو اړیکو رامنځته کولو او همدارنګه د رښتینو او مسوولانه کړنو د ترسره کولو په موخه شوي دي.

داپه داسې حال کې ده، چې څو موده وړاندې د کندهار ولایت د ارزاقو مالي، اداري او املاکو مدیر هم د غوره خدمتونو د ترسره کولو له امله وستایل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all