د لوګر ولایت پوهنتون لیلیې ته ١٢ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول؛

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۱۴
Logar

د لوګر ولایت د ارزاقو لوی مدیرانجنیر محمد نعیم حبیبي وایي، چې ۱۲ قلمه خوراکي توکي د لوګر پوهنتون لیلیې ته د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریت له‌خوا لېږدول شوي دي.

نوموړى زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ٧٣٩٢ کیلوګرامه وریجې، ٢٠٤٧ کیلوګرامه غوړي، ٨١٩ کیلوګرامه بوره، ٢٤٩ کیلوګرامه لوبیا، ٤٧ کیلوګرامه شین چای، ٣٠٩ کیلوګرامه نخود، ٥٠٤ کیلوګرامه مالګه، ٢٥٢ کيلوګرامه رُب، ١٥.٧ کیلوګرامه د دیګ مصاله، ٦.٣ کیلوګرامه زردچوبه، ١.٥ کیلوګرامه د چای هیل او ٩.٤ کیلوګرامه زیره شامل دي.

د حبیبي په وینا؛ یاد توکي د یوې ربعې اړتیاوو پر بنسټ لېږدول شوي او د کتنې پلاوي تر څار لاندې د پوهنتون اړوند مسوول ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له‌ خوا د هېواد ولایتي مدیریتونو ته د اړتیاوو پر بنسټ خوراکي توکي له ګدامونو اکمالېږي او د همدې شرکت د ولایتي مدیریتونو له‌خوا هغو ادارو ته لېږدول کېږي، چې له دوی سره تړون لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all