ارزاقو امارتي شرکت د کاپیسا ولایت د امام اعظم (رح) دارالعلوم ته ۹ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۲:۵۹
Kap

د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیر قاري فریدون مصلح وايي، چې د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پوهنې ریاست اړوند د امام اعظم (رح) دارالعلوم ته ۹ قلمه خوراکي توکي لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد خوراکي توکي د ارزاقو امارتي شرکت له ګدامونو څخه بار او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت له لارې یاد دارالعلوم ته د کتنې پلاوي په حضور کې اړوند مسوول ته تسلیم شول.

مصلح زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۶۶۹ کیلوګرامه وریجې، ۱۷۰ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۸۲ کیلوګرامه لوبیا، ۲۴۸ کیلوګرامه کچالو، ۷۱ کیلوګرامه پیاز، ۱۰۰ کیلوګرامه بوره، ۸.۵ کیلوګرامه شین چای، ۶۸ کیلوګرامه د خواړه مالګه او ۵۶ کیلوګرامه رُب شامل دي. همداراز قاري مصلح زیاته کړې، چې د دې خوراکي توکو تر څنګ ۱۶۳۸ کیلوګرامه د سون لرګي هم یاد دارالعلوم ته لېږدول شوي دي.

دی وايي، د امام اعظم (رح) دارالعلوم مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له خوا د باکیفیته او معیاري توکو له وړاندې کولو خوښ دي او د رضایت څرګندونه یې کړې ده.

هېره دې  نه وي، چې د ارزاقو امارتي شرکت له څو کلونو راهیسې دولتي ادارو ته د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد چارو مسوولیت لري او د فعالیتونو په کیفیت کې یې شاوخوا ۸۵ سلنه پرمختګ راغلی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all