اته قلمه خوراکي توکي د سرپل ولایت د معتادینو روغتون ته ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیېزو فعالیتونو، سوداګریز پلان او د ۱۴۰۴ مالي کال د تصویب شوې مالي پلان پر بنسټ؛ د سرپل ولایت د معتادینو روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي انتقال شول.
د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیر فضلالدین امید وايي، چې یاد خوراکي توکي د روان کال د غبرګولي د میاشتې په ۳۱مه نېټه د کتني پلاوي تر نظارت لاندې د یاد روغتون اړوند مسؤل ته وسپارل شول.
هغه زیاته کړه چې په یادو خوراکي توکو کې ۵۳۲کیلوګرامه وریجې، ۱۶۶کیلوګرامه لوبیا، ۱۹۹ لیتره مایع غوړ، ۸۲ کیلوګرامه بوره، ۳۳ کیلوګرامه مالګه، ۳۴ قوطۍ د رومي رب، ۴۰ کیلوګرامه وچه شید او ۲۵ کیلوګرامه وچ چای شامل دی.