د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر د هلکانو له روزنتون څخه څارنه وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۲۶
B

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیرمحمدکاظم مهدی‌ یار وایي، چې وړمه ورځ یې د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د هلکانو له روزنتون څخه څارنه او ارزونه ترسره کړې ده. نوموړی وایي، چې د دې څارنې موخه په دغه مرکز کې د خواړو د پخلي او ویش بهیر ارزونه وه.

مهدی‌ یار وویل، چې د دې څارنې پر مهال د پخوو خواړو د ویش له لړۍ، د خواړو د کیفیت او کمیت، د پخلنځي د چاپېریال پاکوالی او کارېدونکي لوښي له نږدې وارزول شو او په پای کې اړینې لارښوونې د روزنتون اړوند مسوولینو ته وړاندې شوې.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې یاد روزنتون ته د خوراکي توکي برابرول په ښه توګه روان دي او تر اوسه پورې په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه دی رامنځته شوې.

د یادونې وړ خبره ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي او مرکزي مسوولین په دوامداره توګه له خپلو پروژو څخه څارنه او ارزونه کوي، ترڅو د خدمتونو پر مهال ستونزې رامنځته نه شي او کړنې یې بریالۍ او موثرې وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد لوی مدیر خپله دنده پیل کړه

مولوي محمد رمضان عزام د ارزاقو امارتي شرکت د دعوت او ارشاد نوی مدیر په توګه رسماً د شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع له ‌خوا د شرکت آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ۱۶ ګدامونو د داوطلبۍ غونډه وشوه

د ارزاقو امارتي شرکت اړوند ۱۶ ګدامونو د کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې درې تنه داوطلبان حاضر وو او د داوطلبۍ په بهیر کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې نوبتي غونډه د شرکت د غونډو په خونه کې جوړه شوه. د غونډې مشري د شرکت اجرايوي رييس مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دې غونډه کې د مالي او اداري. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all