د غزني پوهنتون محصلینو او مسافرو استادانو لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند دارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د غزني ولایت پوهنتون محصلینو او مسافرو استادانو لیلیې ته د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.
د غزني د ارزاقو مدیر قاري عبدالباسط ابو طارق په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون محصلینو او استادانو ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.
د معلوماتو له مخې؛ په دغو توکو کې ۶۵۲۸ کیلو ګرامه وریجې، ۱۶۳۲ کیلوګرامه غوړي، ۳۲۶.۴ کیلوګرامه خام نخود، ۲۶۱ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۸۱۶ کیلوګرامه بوره، ۴۸.۹ کیلوګرامه شین چای، ۲.۶ کیلوګرامه د چای هیل، ۹.۷ کیلوګرامه وطنۍ زیره، ۹.۷ کیلوګرامه د وریجو څلور مساله، ۱۶.۳ کیلوګرامه د قورمې مساله، ۱۶۳.۲ کیلوګرامه د رومیانو رُب او ۳۲.۶ کیلوګرامه رنګ شیرین شامل دي، چې د کتنې پلاوي په شتون کې د یاد پوهنتون لیلیې اړوند مسوول ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
