د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوی عبدالرازق رفیع نن د یاد شرکت د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له چارو څخه له نږدې لیدنه او کتنه وکړه.
ښاغلي رفیع د پروژې روانې رغنیزې چارې و ارزولې او د پروژې د پاتې کارونو د وضعیت په اړه د یادې پروژې د مسوول له لوري معلومات وړاندې شول.
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د پروژې د چارو د چټکتیا، د رغنیزو کارونو د معیاري او منظم پرمختګ او په ټاکلي وخت د پروژې د بشپړېدو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي همدارنګه د رغنیزو چارو د کیفیت، د معیاري کارونو د رعایت او د پروژې د ټاکلي مهالوېش سره سم د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د پروژې له مسوول څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکی شو.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت د مخکینۍ اداري ودانۍ د بیارغونې چارې د یوه دولتي شرکت له لوري پیل شوې دي. د دغې پروژې له بشپړېدو وروسته به یاده ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې ورسره به د شرکت د کارکوونکو لپاره لازمې کاري اسانتیاوې او مناسب اداري چاپېریال رامنځته شي.
