۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال شول
د ارزاقو امارتي شرکت، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند دی، د خپلو اساسي فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې ۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال او وسپارل.
د هرات ولایت د ارزاقو عمومي مدیریت مالي او اداري مدیر، حفیظالله سلطاني وایي، چې انتقال شوي خوراکي توکي په وريجو، غوړیو، لوبیا، چای، نخود او یو شمېر نورو اړینو لومړنیو خوراکي موادو مشتمل دي. د نوموړي په وینا، دغه مواد د تفتیش د پلاوي په حضور کې د هرات پوهنتون لیلیې اړوند مسؤل ته وسپارل شول.
د بل خبر له مخې:
د سرپل ولایت د ارزاقو عمومي مدیر، مولوي حکمتالله وحدت، د دارالایتام، ولایتي روغتون، د معتادینو د درملنې مرکز او سرپل پوهنتون د خوراکي توکو د اکمال بهیر څخه څارنه وکړه.
د وحدت په وینا، د یادو ادارو اړتیا وړ خوراکي توکي د ټاکل شوي مینو له مخې په منظم ډول تأمینېږي او تر دې دمه د اکمال په بهیر کې هېڅ ډول کمښت یا نیمګړتیا نه ده لیدل شوې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د یادو ادارو د خوراکي توکو د اړتیاوو د پر وخت پوره کولو په موخه به د اکمال او څارنې لړۍ په دوامدار ډول روانه وي.
