د ارزاقو امارتي شرکت چارې مخ په وده روانې دي!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۴
Office

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو کړنلارو له مخې د هېواد په کچه دولتي او خصوصي ادارو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو په برابرولو او لېږد کې بریالي ګامونه اخیستي دي.

اوس مهال ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د برابرولو او لېږد په برخه کې یو تخصصي او تجربه لرونکی بنسټ ګرځېدلی دی، چې په پوره ژمنتیا سره اړین خوراکي توکي په وخت او لوړ کیفیت سره برابروي او دولتي او خصوصي ادارو ته یې رسوي.

همدارنګه د شرکت یوه بله ځانګړنه دا ده چې مجرب، تکړه او مسلکي کادرونه په کې خپلې دندې پر مخ وړي او هلې ځلې کوي، ترڅو د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته هوسا ژوند، د خوښې وړ چاپیریال او د هېواد د پرمختګ لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د یوې ادارې د پرمختګ لپاره زیار او هڅونې ته زیاته اړتیا وي. په دې اړوند ارزاقو امارتي شرکت د هېواد شتمنو وګړو، ملي او سیمه ییزو سوداګرو ته بلنه ورکوي، ترڅو له دې شرکت سره د غیر اساسي فعالیتونو په برخه کې پانګونې وکړي.

نو ډېر ژر به ټول هېوادوال د ارزاقو امارتي شرکت د فعالیتونو او خدمتونو پایلې د افغانستان د پرمختګ او د ځانبسیاینې په ګټه عملاً وویني.

انشاءالله

ارزاقو امارتي شرکت؛ ولس یې منلی خدمت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۲۷
Background image

۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال شول

د ارزاقو امارتي شرکت، چې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند دی، د خپلو اساسي فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې ۱۳ ډوله خوراکي توکي د هرات پوهنتون لیلیې ته انتقال او وسپارل.

د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۶
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له بهیر څخه لیدنه وکړه

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوی عبدالرازق رفیع نن د یاد شرکت د اداري ودانۍ د رغنیزې پروژې له چارو څخه له نږدې لیدنه او کتنه وکړه.

ښاغلي رفیع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پکتیا پوهنتون استادانو ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ۱۴ قلمه خوراکي توکي د پکتیا پوهنتون مسافرو استادانو ته. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all