د لغمان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت د جایدادونو عواید او چوپړتیاوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۵۱
2

د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو ملکیتونو او جایدادونو له عوایدو د هېواد اقتصادي وده پیاوړې کوي او ولس ته سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.

په دې لړ کې، یاد شرکت د لغمان ولایت په مهترلام بابا ښار کې یو درې‌پوړیز سوداګریز مارکیټ لري، چې پکې د بېلابېلو توکو هټۍ شتون لري. د دې مارکیټ ساتنه او مدیریت د ارزاقو امارتي شرکت پر غاړه دی، او عواید یې هره میاشت د شرکت حساب ته لوېږي.

سربېره پر دې، د دغه درې‌پوړیز سوداګریز مارکیټ ترڅنګ، په دې ولایت کې یو اوسپنیز او بل سمنټي زیرمتون (ګدام)، او څلور بابه د خرڅلاو مغازې موجودې دي. د یادو جایدادونو مدیریت او ساتنه ټول د ارزاقو امارتي شرکت پورې تړلي دي، او عواید یې د شرکت حساب ته انتقالېږي.

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او خلکو ته بې‌ساري خدمتونه وړاندې کړي دي. د دې شرکت رهبري پلاوی هڅه کوي، چې د سوداګرۍ او پانګونې برخې لا پیاوړې کړي او د هېواد بېلابېلو قشرونو ته کاري آسانتیاوې برابرې کړي.

#د نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون  لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لېږدولي او د پوهنتون اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۴
Background image

د سرپل ولایت د ارزاقو اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو لیدنه وشوه

د سرپل د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو مدیریت د نوي اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ودانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴
Background image

د بامیانو د ارزاقو مدیر د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس سره وکتل

د بامیانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت الله رحمتي خبر ورکوي، چې نن ورځ یې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رییس سره لیدنه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې کتنه کې د روږدو کسانو د درملنې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all