ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
S

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې په دغو خوراکي توکو کې ۱۳۸۸ کیلوګرامه وریجې، ۵۲۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۸۶ کیلوګرامه لوبیا، ۱۵.۶۸ کیلوګرامه خام نخود، ۱۰.۴ کیلوګرامه شین چای، ۲ کیلوګرامه رنګ شیرین، ۲ کیلوګرامه کورکمن، ۲.۸۳ کیلوګرامه زیره، ۳.۴ کیلوګرامه د قورمې مساله، ۶۹.۴ کیلوګرامه رُب، ۱۷۳ کیلوګرامه بوره، ۲ کیلوګرامه د دیګ مساله او ۵۵۵ ګرامه د چای هیل شامل دي.

د نوموړي په وینا؛ یاد خوراکي توکي د سمنګان ولایت پوهنتون لیلیې محصلینو او استادانو د اړتیا پوره کولو په موخه لېږدولي او اړوند مسوول ته په رسمي توګه سپارلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دغه شرکت د ولایتي مسوولینو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all