دوه د داوطلبۍ (مزایدې) غونډې د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۴
M

 تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت، د غونډو په تالار کې د دې شرکت اړوند ملکیتونو د کرایې ورکولو لپاره دوه د داوطلبۍ (مزایدې) غونډې ترسره شوې. په دې غونډو کې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست، د ارزاقو شرکت او د مالیې وزارت استازو شتون درلود.

په دې مزایده کې د نوآباد ده کیپک سیمه کې د ۸ نمبر مغازه په کرایه ورکول او همدارنګه د مرکزي سیلو مخې ته د ۱۰ نمبر مغازې اړوند څلور خونې شاملې وې. د مزایدې بهیر د داوطلبانو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شو.

لومړۍ غونډه له غرمې مخکې ترسره شوه، چې پکې د مرکزي سیلو مخې ته د ۱۰ نمبرمغازې اړوند د څلورو خونو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوې. په دې غونډه کې دوه داوطلبانو برخه اخیستې وه، خو د قانوني نصاب د نه پوره کېدو له امله غونډه بې پایلې اعلان شوه او بل پړاو ته وځنډول شوه.

دویمه غونډه د غرمې وروسته د نوآباد ده کیپک په سیمه کې د ۸ نمبر مغازې د داوطلبۍ په اړه ترسره شوه. په دې غونډه کې څلور داوطلبان حضور درلود ، چې په پایله کې یو تن د الف شاه په نوم د یادې مغازې د مزایدې ګټونکی اعلان شو.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت ملکیتونه د پانګونې او کرایې ورکولو په موخه د داوطلبۍ له لارې اعلانېږي، او د داوطلبۍ غونډې یې د شرکت د استازو او داوطلبانو په شتون کې په رڼې یا شفاف ډول ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د کابل پوهنتون امام بخاري (رح) لیلیې ته یوولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ تېره ورځ یوولس قلمه خوراکي توکي د کابل پوهنتون امام بخاري (رح) لیلیې ته لیږدولي دي.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت د اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څارنه وشوه

د سرپل ولایت د ارزاقو مالي او اداري مدیر فضل الدین امید خبر ورکوي، چې تېره ورځ یې په دې ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریت د اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څارنه ترسره کړې ده.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګانو پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه خوراکي توکي ولېږدول

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته پنځه قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر وویل، په دغو توکو کې ۱۲۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۱. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all