دوه ورځنی ورکشاپ د امارتي ارزاق شرکت د ولایتي کارمندانو لپاره

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۲:۳۹
w

دوه ورځنی ورکشاپ د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي کارمندانو لپاره د سوداګریز مرستیال له خوا د تدارکاتو، مالي، اداري، املاکي چارو او بشري سرچینو د قوانینو او طرزالعملونو د پوهاوي په موخه ترسره شو.

په دې ورکشاپ کې د ارزاقو امارتي شرکت  د ولایتي نمایندګیو عمومي مدیران او د مرکزي څانګو مسؤلین هم ګډون درلود. دغه غونډه د ارزاقو امارتي شرکت  د اجرائیوي رئیس محترم مولوي عبدالرازق رفیع، د مالي او اداري مرستیال محترم مولوي مطیع الله مجروح او د سوداګریز مرستیال محترم محمد امین صاحب زاده په شتون کې د شرکت په کنفرانس تالار کې پیل شوه.

په دې ورکشاپ کې د بشري سرچینو آمر محترم رفیع الله نوري د مالي، اداري، تدارکاتي او املاکي چارو د مراحل طی کولو په اړه یوه پریزنټیشن وړاندې کړه او ګډونوالو ته یې د شرکت د امکاناتو او اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې دغه مهم ټکي په کنفرانسونو، سیمینارونو او ورکشاپونو کې په پام کې ونیسي.

د غونډې ګډونوالو هم خپلې پوښتنې او نظریات له اړوندو مسؤلینو سره شریک کړل چې ځوابونه ورته وړاندې شول. باید وویل شي چې د داسې ورکشاپونو ترسره کول د کارمندانو د ظرفیت لوړولو، د قوانینو او طرزالعملونو د پوهاوي د کچې لوړولو او د شرکت له مهمو چارو سره د هغوی د لا ښه بلدتیا لپاره ګټور تمامېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول شول

د لوګر ولایت د ارزاقو مدیر انجنیر محمد نعیم حبیبي په رالیږلي خبر کې ویلي، چې وړمه ورځ د لوګر پوهنتون لیلیې او د نایب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د خالي بستونو لپاره د مرکه یي آزموینې بهیر ترسره شو

د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي دفتر د دوو څلورم بستونو او د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د یوه پنځم بست د ډکولو په موخه څه موده وړاندې تحریري آزموینه اخیستل شوې وه. د یادې آزموینې د. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all