د ارزاقو امارتي شرکت خالي بستونو ته نوي مدیران معرفي شول
د ارزاقو امارتي شرکت د ۷ خالي بستونو لپاره نوي مدیران، چې د آزادې سیالۍ له لارې بریالي شوي و، نن د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح له خوا دندو ته معرفي شول.
هغه مراسم، چې په همدې مناسبت د شرکت د مالي او اداري چارو ریاست کې جوړ شوي و، پکې د شرکت بېلابېلو آمریتونو آمرینو، مدیرانو او نوي مدیرانو هم ګډون درلودل.
د کارکوونکو چارو سرپرست آمر ښاديګل صاحبزاده، د نویو مدیرانو د ګمارنې او پېژندګلوي په اړه خبرې وکړې څرګنده یې کړه، چې د آزادې سیالۍ له لارې د شرکت ۷ پنځم رتبه خالي بستونو ته نوي مدیران وټاکل شول. نوموړي زیاته کړه، چې په دې بستونو کې د مغازو، د مالي خطرونو د څېړنې، د ګدامونو د تنظیم او وېش، د سوداګریو د تفاهم لیکونو او د تحویلخانې مدیران شامل دي.
همدارنګه صاحبزاده څرګنده کړه، چې دوه نور پنځم بستونه د خوست او پکتیکا د ارزاقو لوی مدیریتونو پورې اړه لري، چې د مالي، اداري او املاکو مدیریت لپاره نوي مدیران اړوند ولایتونو ته واستول شول.
د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح نویو مدیرانو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ؛ د مسوولیتونو د ترسره کولو په تړاو خبرې او مهمې سپارښتنې وکړې. همدارنګه، د مالي او املاکو آمرینو لخوا نوي مدیرانو ته د شرکت د فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو په اړه لنډ معلومات او د همکاریو ډاډ ورکړل شول.
