د ارزاقو امارتي شرکت د اجرايوي کمېټې غونډه جوړه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵۹
A

وړمه ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې غونډه د دې شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت اجرائیوي رییس الحاج مولوي عبدالرازق رفيع کوله.

په دغه غونډه کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطيع‌الله مجروح، د سوداګريزو چارو رییس محمدامین صاحب‌ زاده او د شرکت اړوند د بېلابیلو برخو آمرینو او مدیرانو ګډون کړی و.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. ورپسې، د مالي، تدارکاتو، املاکو، پروژو د تطبیق، خدماتو، سوداګريزې پراختیا، دکارکوونکو چارو، کنټرول، داخلي پلټنې، پلان او پالیسي برخو اړوند مسوولینو خپل لنډ او مفصل راپورونه د غونډې ګډونوالو ته واورول.

همداراز د شرکت مسوولینو د خپلو اړوند برخو د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې د ارزاقو امارتي شرکت مشر ته وړاندې کړل.

د شرکت اجرائیوي رییس الحاج مولوي عبدالرازق رفیع د ټولو مسوولینو له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د لا اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره باید نه ستړې کېدونکې هڅې دوام ولري. نوموړي زیاته کړه، چې نننی پرمختګ د همدې هڅو پایله ده.

په غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو لازمې پرېکړې هم وشوې. غونډه د مالي او اداري چارو ريیس مولوي مطیع‌ الله مجروح له خوا د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار بست لپاره مرکه یی آزموینه واخیستل شوه

څه موده وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار د خالي بست د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ له لارې تحریري آزموینه واخیستل شوه، چې د آزموینې د کتونکو پلاوي له لوري ځواب پاڼې و ارزول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې،  تېرې ورځ ۵۱ تنه مسافرو استادانو ته خوراکی توکي ولېږدول.

د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all