د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه وشوه؛

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۰:۴۵
Meting

 د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست کې د ښاغلي حمیدالله عبداللهي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو استازو، د مدیره پلاوي غړو، د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع، د سوداګرۍ پرمختیا رئیس محمد امین صاحبزاده، د مالي چارو آمر وحیدالله ابراهیم خیل او د پلان لوی مدیر عبدالمقدس ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ۱۴۰۴ کال مالي، تدارکاتي او عملیاتي پلانونو او همداراز د شرکت په اداري جوړښت غور او بحث وشو، چې له نظر ورکولو او د موجوده خنډونو د لرې کولو په موخه یو لړ لازمې پرېکړې وشوې.

د مدیره پلاوي په غونډه کې مولوي عبدالرازق رفیع د ارزاقو امارتي شرکت په کړنو، لاسته راوړنو او تر کار لاندې د اساسي او سوداګریزو پلانونو طرحو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همداراز په غونډه کې د شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع له لوري د چارو د ښه پرمختګ لپاره یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې وشوې، چې د رسېدګۍ په اړه یې د مدیره پلاوي لخوا ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د کاپیسا البیروني پوهنتون لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر قاري فریدون مصلح وویل، چې وړمه ورځ د دې ولایت د پوهنتون  لیلیې ته لس قلمه خوراکي توکي لېږدولي او د پوهنتون اړوند مسوول ته یې سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۱۴
Background image

د سرپل ولایت د ارزاقو اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو لیدنه وشوه

د سرپل د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر فضل‌الدین امید وویل، چې وړمه ورځ یې د ارزاقو مدیریت د نوي اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو څخه لیدنه او څارنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ودانۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۴
Background image

د بامیانو د ارزاقو مدیر د دې ولایت د عامې روغتیا له رییس سره وکتل

د بامیانو ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت الله رحمتي خبر ورکوي، چې نن ورځ یې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رییس سره لیدنه کړې ده.

نوموړي څرګنده کړه، چې په دې کتنه کې د روږدو کسانو د درملنې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all