د ارزاقو امارتي شرکت له لوري اته قلمه خوراکي توکي د بلخ ولایت عامې روغتیا ته ولېږدول شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۵:۱۳
Balkh

د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي ‌یار وایي، چې تېره ورځ یې اته قلمه خوراکي توکي د دې ولایت عامې روغتیا ریاست ته  لېږدولي دي.

نوموړی زیاتوي چې، په دې خوراکي توکو کې ۹۹۰۰ کیلوګرامه وریجې، ۲۱۸۰ کیلوګرامه غوړي، ۲۴۰۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۵۰ کیلوګرامه رُب، ۶۸۰ کیلوګرامه ممیز(کشمش)، ۳۸۰ کیلوګرامه میده بوره، ۱۵ کیلوګرامه د دیګ مصاله او ۸۶۸ کیلوګرامه اعلی درجه بسکویت شامل دي، چې د کتنې پلاوي په شتون او د ټاکل شویو معیارونو سره سم د اړوندې برخې مسوول ته تسلیم شول.

مهدي ‌یار ډاډ څرګند کړ، چې  د بلخ ولایت د عامې روغتیا مسوولین د خوراکي توکو د لېږد له پروسې خوښي څرګندوي او د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو تود هرکلی کوي.

د یادونې وړ ده، چې د خوراکي توکو د لېږد، وېش او څارنې بهیر د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له‌ خوا په ټولو ولایتونو کې په دوامداره توګه ارزول کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د یوه خالي بست لپاره د آزادې سیالۍ له لارې آزموینه واخیستل شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار د خالي بست د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ له لارې تحریري آزموینه واخیستل شوه، چې پکې ۲۱ کسانو ګډون کړی و.

یاده آزموینه د سوداګریزو چارو د پراختیا د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۹
Background image

د هرات پوهنتون لیلیې ته یولس قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو خدمتونو، فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د هرات پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د هرات ولایت د ارزاقو مالي او اداري مدیر حفیظ الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو د ډکولو لپاره آزموینه واخیستل شوه

ارزاقو امارتي شرکت د درېیو خالي بستونو د کورني او بهرني سوداګرۍ لوی مدیریت، انجینري او همدارنګه د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند د مالي، اداري او املاکو مدیریت بستونو د ډکولو په. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all