د ارزاقو امارتي شرکت په جایداد باندې د پانګې اچونې د داوطلبۍ خبرتیا !

org_admin
Ivest

Publish Date

Closing Date

Location پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې  د عامه او خصوصي مشارکت د قانون سره سم د خپل اړوند ۸۰۰۰ متر مربع جایداد، چې د کندز ولایت د امام صاحب په بندرکې موقعیت لري، د یوه عصري پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ د عامه او خصوصي مشارکت له لارې جوړ کړي.

اشخاص او شرکتونه، چې د شرایطو وړ وي او غواړي، چې په یاد ملکیت کې پانګونې وکړي، خپلې طرحې او پروپوزل د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) د قانون له مخې؛ د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر ۲۸ ورځو پورې، د ارزاقو امارتي شرکت د املاکو آمریت ته، چې د کابل ښار د درېیمې ناحیې د مرکزي سیلو تر څنګ موقعیت او يا د ارزاقو امارتي شرکت ولایتي مدیریت ته، چې د کندز ولایت د ښار  په ۴ ناحیې کې موقعیت لري  وسپاري.

د شرطپاڼې کاپي د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه او د طرحو د څېړنې او ارزونې وروسته تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره غوښتونکي کولی شي¸چې په 2510649 ـ 020  شمېرې اړیکه ونیسي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۴۲ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ اعلان

په کاپیسا ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو باب ګدام، چې اوږدوالی یې ۳۶.۶۰ متر، سور یې ۱۸.۳۰ متر او لوړوالی یې ۶.۴۱ متر دی، په کرایه ورکول کېږي. یاد ګدام دننه په دوو برخو وېشل . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۱۳ Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan
Background image

خبرتیا؛

 د معصوم سحر ودانیز شرکت د سرپل ولایت د اداري ودانۍ د جوړولو په داوطلبۍ او د آفرونو د خلاصولو د ۲۳/۹/۱۴۰۴ نېټې په غونډه کې ګډون کړی و، چې په شرطپاڼې او نورو مشخصاتو کې د (۱۱۹۳۴۵۰) یو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۱۱ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

​​​​​​​د داوطلبۍ اعلان

د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو جریب سپینه ځمکه، چې د خیرخانې مېنې د قلعه نجارانو په سیمه کې د ماشومانو د (۲) نمبر وړکتون ترڅنګ موقعیت لري، یو تن هېوادوال د وحیدالرحمن په نوم غوښتنه . . .

Back to tenders