د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند یو باب هنګر، چې د سانچارک ولسوالۍ کې موقعیت لري، مخکې د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوی و. د یادې داوطلبۍ ناسته د غويي یا ثور په ۲۱ مه د ارزاقو لوی مدیریت کې ترسره شوه، خو د نصاب د نه بشپړېدو له امله داوطلبي ترسره نه شوه.
له همدې امله؛ یاد جایداد د دویم ځل لپاره د مزایدې او داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.
هغه اشخاص او شرکتونه، چې یاد جایداد ته اړتیا ولري او د(۱۵۶۵۰) افغانیو لوړه بیه ورکولای شي، خپل غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۴) ورځو پورې د ولایت مقام له لارې د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته، چې د مستوفیت په ریاست کې موقعیت لري، وسپاري او د مزایدې او داوطلبۍ په ورځ حاضر واوسي. شرطپاڼه د اړوند مدیریت څخه کتلی او ترلاسه کولای شي.
غوښتونکي کولای شي د لا زیاتو معلوماتو لپاره د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیریت سره په لاندې شمېره اړیکه ونیسي:. 0788342919
