د دندې عنوان: تجارتي سلاکار

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۴۵
J

Publish Date

Closing Date

Location

پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان

د دندې سرلیک:              د سوداګریزې برخې سلاکار

اداره:                            د ارزاقو امارتي شرکت

بست:                            ګریډ (ج) قدم لومړی

د بستونو شمېر:                ۱

د بست کوډ:                       ARZAQ-NTA-1405

میاشتنی معاش:              د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق

د بست موقعیت:               کابل

راپور ورکول:                    د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې ته

راپور اخیستل :                 د ارزاقو امارتي شرکت اړوند څانګو څخه

د بست د اعلان نېټه :          ۱۲/۲/۱۴۰۵

د غوښتنلیک وروستۍ نېټه : ۲۲/۲/۱۴۰۵

******************************************************************************************

د دندې د موخې (لنډیز)

د سوداګریزو چارو په برخه کې مسلکي سلاوې او مشورې وړاندې کول، د شرکت اقتصادي فعالیتونو ته وده ورکول، د عوایدو زیاتوالی، د بازارونو پراختیا او د شرکت د سوداګریزو فعالیتونو د اغېزمنتیا او شفافیت په برخه کې مشورې ورکول.

*****************************************************************************************

د دندې مسؤلیتونه او صلاحیتونه:

  • د ادارې د کاري پلان سره سم اونیز، میاشتنی، ربعوار او کلنی کاري پلان ترتیب او د تطبیق څار ترسره کول؛
  • د سوداګریز پلان جوړونې د پلور ستراتیژۍ او د بازار د پراختیا په برخه کې د شرکت رهبرۍ ته مسلکي مشورې ورکول؛
  • د بازار وضعیت، عرضې او تقاضا، بیو او سیالۍ تحلیل د اغېزمنو سوداګریزو پرېکړو لپاره؛
  • د شرکت د سوداګریزو پروژو، معاملو او فعالیتونو ارزونه او د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول؛
  • د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله سوداګریزو کاري پلانونو په ترتیبولو کې همکاري کول؛
  • د اقتصادي اصولو سره سم د خوراکي توکو د پېر، پلور، زېرمه کولو او وېش په برخه کې مشورې ورکول؛
  • د سوداګریزو خطرونو ارزونه او د احتمالي زیانونو د کمولو لپاره د حل لارې وړاندې کول؛
  • د سوداګریزو مذاکراتو، قراردادونو او تفاهم ‌لیکونو په ترتیب او عقد کې همکاري کول؛
  • د شرکت د داوطلبیو، تدارکاتو او سوداګریزو معاملو په اړه تخنیکي نظریات وړاندې کول؛
  • د مالي او سوداګریزو راپورونو څارنه او تحلیل د عوایدو د زیاتوالي او لګښتونو د کمولو په موخه؛
  • د بازار د ونډې د زیاتوالي او د سوداګریزو خدمتونو د ښه والي لپاره نوې لارې چارې وړاندیز کول؛
  • د مالي، تدارکاتي او عملیاتي واحدونو سره همغږي د سوداګریزو موخو د تحقق لپاره؛
  • د شرکت رهبرۍ ته د تحلیلي او مشورتي راپورونو چمتو کول؛
  • د نورو هغو دندو ترسره کول، چې د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو سره سم د مقاماتو له لوري سپارل کېږي.

*******************************************************************************

زده کړې، تجربه او اړینې وړتیاوې:

د زده کړې درجه:

لږ تر لږه د ماسټرۍ سند په لاندې برخو کې: اقتصاد، اداره او تجارت، عامه پالیسي، عامه اداره او نورې اړوندې څانګې؛

د اړوندې دندې لپاره د دوکتورا سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

******************************************************************************

کاري تجربه:

لږ تر لږه له پنځو (۵) څخه تر لسو (۱۰) کلونو پورې اړونده کاري تجربه په امارتي ادارو کې د سوداګریزو چارو په برخه کې؛

د سوداګرۍ، بازار، سوداګریزو قراردادونو او اقتصادي تحلیل باندې بشپړه پوهه  درلودل؛

د راپور لیکنې، مذاکراتو او رسمي اړیکو قوي مهارتونه درلودل.

نورې وړتیاوې

په ملي ژبو (پښتو او دري) کې د وینا او لیکنې بشپړ مهارت او په انګلیسي ژبه باندې ښه بلدتیا درلودل؛

د کمپیوټري پروګرامونو لکه Word، Excel، PowerPoint، Outlook، MS Windows   او انټرنېټ اړوند سیسټمونو باندې مهارت درلودل؛

د هېواد د نافذه قوانینو باندې خبراوی (د کار قانون، د دولتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نورو باندې)؛

له امارتي او غیر امارتي ادارو سره د مسلکي اړیکو د ټینګولو وړتیا درلودل.

***************************************************************************

د نوماندۍ لارښوونې:

هغه کسان، چې شرایط پوره کوي، کولای شي د خپلې تذکرې رنګه سکن کاپي، خلص سوانح (CV) او تایید شوي تحصیلي اسناد (ډیپلوم/ترانسکرېپټ) د دندې د عنوان او د بست کوډ په ذکر کولو سره د برښنالیک د موضوع (Subject) په برخه کې، د کارکوونکو چارو آمریت برښنالیک ته hr@arzaq.gov.af تر ۲۲/۲/۱۴۰۵ نیټې پورې واستوي واستوي:

  • له غیر ضروري اسنادو د لېږلو څخه ډډه وشي؛
  • ټول اسناد باید د PDF په بڼه، په یو لنډ فایل کې د متقاضي په نوم واستول شي؛
  • د بست عنوان باید حتماً د برښنالیک په موضوع کې ذکر شي؛
  • یادونه:  یوازې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې شارټ لېسټ شوي وي؛
  • د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ د کارکوونکو چارو آمریت سره د لاندې شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ:
  • 020-2500043

 

Related VacanciesShow all

Back to vacancies