د سرپل د ارزاقو ولایتي مدیریت ودانۍ لپاره د احاطوي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې
د سرپل ولایت د ارزاقو ولایتي مدیریت د نوې ودانۍ لپاره د احاطوي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې دا مهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.
د سرپل د ارزاقو مدیر مولوي حکمت الله وحدت په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې د ارزاقو ولایتي مدیریت د نوې ودانۍ له ګټې اخیستنې وروسته د احاطوي دیوال د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د احاطوي دیوال ټولیز اوږدوالی ۱۴۶ متره او لوړوالی یې ۱.۵ متره دی او تمه ده، چې د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
وحدت زیاته کړه، چې د دې پروژې په چوکاټ کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو لپاره د یوې حلقي څاه د کیندلو، د ساتونکي د خونې د جوړولو او د ودانۍ د اصلي دروازې د اېښودلو چارې هم روانې دي، ترڅو د ادارې اړتیاوې او اسانتیاوې لا ښې برابرې شي. د هغه په خبره، د یادې رغنیزې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۴۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
