د لغمان ارزاقو مدیر د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه لیدنه وکړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۱:۱۷
off

د لغمان ولایت د ارزاقو مدیر وحیدالله الکوزي تېره ورځ د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د روزنتون کاري فعالیتونه یې له نږدې و ارزول.

الکوزي وویل، چې د لیدنې پر مهال یې د خوراکي توکو د وېش بهیر، د خواړو کیفیت او کمیت او همدارنګه پخلنځی یې له نږدې وکتل. نوموړي د پاکوالي، نظم او د غوره فعالیتونو د ترسره کولو په اړه اړوندو مسوولینو ته یو لړ سپارښتنې هم وړاندې کړې.

هغه زیاته کړه، چې د روزنتون مسوول د ارزاقو امارتي شرکت د خدمتونو له کیفیت څخه خوښي څرګنده او د شرکت ټولو مسوولینو ته د لا بریاوو هیله وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت مرکزي او ولایتي مسوولین تل هڅه کوي، څو خپلې اړوندې پروژې په شفاف ډول تطبیق او د ښه پرمختګ په موخه یې دوامداره څارنه او ارزونه ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all