د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت؛ د مالي، اداري او املاکو مدیر
Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
د دندې عنوان: د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت؛ د مالي، اداري او املاکو مدیر
اداره: د ارزاقو امارتي شرکت
بست: پنځم
د بست شمېره: ۱
د بست کود: ۱۶۷ - ۱۴۰۴- ARZAQ
میاشتنی معاش : د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د بست موقعیت: د کاپیسا ولایت د ارزاقو لوی مدیریت
راپور وړاندې کول: د اړوند ولایت لوی مدیر ته
راپور اخیستل: نلري
د بست د اعلان نېټه: ۲۶/۰۱/1405
د غوښتنلیک سپارلو ورستۍ نیټه: ۱۷/۰۲/۱۴۰۵
د دندې موخه (لنډیز):
د ارزقو امارتي شرکت په اړوند نمایندگۍکې د املاکي، اداري او مالي چارو تطبیق، تعقیب، تنظیم او همغږي ترسره کول.
صلاحیت او مسوولیتونه:
مسلکي دندې:
۱ . د اړوندې نمایندګۍ د ټولو عایداتي سرچینو (اساسي او غیر اساسي) څخه د مالي ارقامو او جدولونو توحید او د شرکت مرکزي دفتر ته یې استول.
۲. د حسابدارۍ او داراییوو د چارو تعقیبول، د حسابي پړواونو بشپړول او اړوندو دفترو ته یې سپارل.
۳. د شرکت د مرکزي دفتر له لوري د طرحې او پلان شوې پانګې او مالي سرچینو څخه اغېزمنه استفاده کول.
۴. د ټولو نغدي، جنسي او اساسي داراییوو د حسابي چارو تنظیم او د حساب سپارلو پروسه اړونددفتر ته سپارل.
۵. د اضافي نغدي داراییوو او اداري مصارفو د منظور شوي بودجې مطابق د مرکزي بانک حساب ته لېږدول.
۶. د مالي او اداري اسنادو ترتیب او تنظیم د قیقې احصائیې د ترلاسه کولو په موخه.
۷. د توکو ذخیره، واردول او د سالموالي ډاډ یې ترلاسه کول او د قرارداد له مخې اړوند ادارو ته د پلور لپاره وړاندې کول.
مدیریتي دندې
۱. د میاشتې، ربعې او کلني پلان ترتیبول او د ادارې د پلان سره سم چارې پر مخ وړل.
۲ . د کارکوونکو حاضري، معاشونو او د هغوی حقوق تنظیمول او راپور یې په هره میاشت کې مرکز ته لېږل.
۳ . نورې هغه دندې، چې د لوی مدیریت یا د لوړپوړو مقاماتو لخوا د قوانینو، مقرراتو او اهدافو سره سم ورکول کیږي، ترسره کول.
د همغږۍ دندې:
- د اړتیا په وخت کې د شرکت د مالي آمریت سره د احتمالي مالي خطرونو د لرې کولو لپاره همغږې اوسېدل.
- د اړونده څانګو سره ښه همغږي کول، چې په چارو کې کوټلي پرمختګونه رامنځته شي.
زده کړې، تجربې او مهارتونه:
تحصیلي کچه:
غوښتوونکي باید لږ تر لږه دغه بست لپاره په لاندې شرایطو برابر او د شارټ لیست وړ دي.
- لږ تر لږه د لیسانس سند لرونکو لپاره د اقتصاد، اداره، سوداګرۍ، عامه پالیسي، عامه اداره، حقوق او سیاسي علوم او یا د پست اړوند نورو برخو کې سند درلودل.
- د ماسټرۍ سندلرونکو ته د پست لپاره لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربې:
- لږ تر لږه یو تر دوه کاله د اړوند دندې سره تړاو لرونکې تجربه د لیسانس لپاره.
نور مهارتونه: (کورسونه او روزنیزې پروګرامونه )
- له ملي ژبو (پښتو او دري) باندې د خبرو او د لیکلو مهارت لرل او همدارنګه د انګلیسي ژبې سره بلدتیا درلودل.
- د کمپیوټر په پروګرامونو کې( (MS Office, Outlookمهارت درلودل او نور اړوند کمپیوټر او انټرنیټ پروګرامونه سره بلدتیا درلودل.
- اداري، حسابداري او مدیریتي مهارتونه لرل.
- د هیواد نافذه قوانینو په اړه بشپړ معلومات لکه (د کار قانون، د امارتي شرکتونو قانون، د ارزاقو امارتي شرکت اساسنامه او نور).
- د دولتي او غیر دولتي ادارو سره مسلکي اړیکې ټینګولو وړتیا درلودل.
- د افهام او تفهیم وړتیا لرل.
د نوماندۍ لارښود:
- غوښتوونکي او مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سیوي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې د ۲۶/۱/۱۴۰۵ نیټې څخه تر ۱۷/۲/۱۴۰۵ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
jobs@arzaq.gov.af - یادونه: یواځې له هغو کاندیدانو سره به اړیکه ونیول شي، چې پورتنی شرایط ولري.
د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ.
۰۲۰-۲۵۰۰۰۴۳