په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.
هغه مراسم، چې د کارکوونکو چارو په آمریت کې ترسره شول. د مالي، کارکوونکو چارو، د پروژو د تطبیق آمرینو، د حقوقي او سوداګریزو چارو سلاکارانو او یو شمېر مدیرانو ګډون کړی ؤ.
د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمر ښاديګل صاحبزاده وویل، چې یادو کسانو تر دې وړاندې د آزادې سیالۍ له لارې د شرکت په دوو خالي بستونو د مالي ګواښونو او عوایدو راټولونې مدیریتونو کې ګډون کړی و. خو هغه کسان، چې په لومړي پړاو کې یادو بستونو ته بریالي شوي وو، د دندو د ترسره کولو لپاره حاضر نه شول.
صاحبزاده زیاته کړه، چې د شرکت د اړتیا او لزومدید له مخې؛ خلیلالله د مالي ګواښونو او احمد جمشید د عوایدو راټولونې مدیریت په بستونو کې وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې. نوموړي څرګنده کړه، چې یاد کسان د لوړو زده کړو ترڅنګ د مدیریتي چارو اړوند کاري تجربه هم لري.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي، ترڅو د آزادې سیالۍ له لارې وړ، مسلکي او متعهد کسان په اړوندو بستونو کې جذب او په دندو وګماري.
