​​​​​​​تدارکاتي خبرتیا؛

org_admin
bid

Publish Date

Closing Date

د انټرنېټ د تدارک لپاره د داوطلبۍ بلنه؛

د  ارزاقو امارتي شرکت د خپل مرکزي دفتر لپاره، چې د کابل مرکزي سیلو تر څنګ موقعیت لري، د 20MB (P2P)  سرعت لرونکی انټرنېټ د (Microwave) ټکنالوژۍ له لارې یو کلن قرارداد ته اړتیا لري.

له همدې امله ټولو انټرنېټي خدمت‌ وړاندې کوونکو شرکتونو او محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اړوندې نرخګېرۍ فورم د لاندې لینک له لارې ترلاسه کولی شي او خپل وړاندې کړې آفرونه دې د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق  په سرپټي بڼه، د ۱۴۰۴ کال د غويي یا ثور له ۹مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د ارزاقو امارتي شرکت  دتدارکاتو آمریت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې:

•          ناوخته رالېږلي آفرونه یا چې د انټرنېټ له لارې واستول شي، نه منل کېږي.

•          د آفرونو د خلاصولو غونډه به په ټاکلې نېټه ترسره شي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره کولی شئ، د تدارکاتو آمریت سره په دې شمېرې اړیکه ونیسئ!

 ۰۲۰-۲۵۱۰۶۴۸

د نرخ اخیستنې فورم ترلاسه کولو لینک:

{ ARZAQ RFQ FILE }

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۲۸ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

ارزاقو امارتي شرکت په پام کې لري، چې یو عدد ترکي ټرانسفارمر له ۷ قلمه برېښنايي (برقي) تجهیزاتو سره د پل څرخي په ګدامونو کې نصب کړي او دغه پروژه د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل کېږي.

ه . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۳۴ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د مزاېدې/ داوطلبۍ خبرتیا!

د بادغیس ولایت د ارزاقو مدیریت په پام کې لري، چې د خپل اړوند ملکیت څخه ۳ بابه ګدامونه، چې د قلعه نو هوایي ډګر ترڅنګ او همدارنګه 19 بابه دوکانونه، چې د بالامرغاب ولسوالۍ د خاصه داران په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۹ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا

د سرپل ولایت د ارزاقو مدیریت اړوند یو باب هنګر، چې د سانچارک ولسوالۍ کې موقعیت لري، مخکې د داوطلبۍ له لارې اعلان ته سپارل شوی و. د یادې داوطلبۍ ناسته د غويي یا ثور په ۲۱ مه د ارزاقو لوی . . .

Back to tenders