د ارزاقو امارتي شرکت له لوري ۷ قلمه خوراکي توکي د عامې روغتیا مرکزي سټاک (ګدام) ته و لېږدول شول؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۹
S

د ارزاقو امارتي شرکت د بنسټیزو فعالیتونو او د همدې کال د منظور شوي پلان په اساس؛ د هېواد د عامې روغتیا وزارت مرکزي سټاک (ګدام) ته د معتادینو روغتونونو لپاره ۷ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي د نوموړي شرکت لخوا ولیږدول شول.

د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق مسوول جان محمد عمري وايي، چې تېره ورځ د عامې روغتیا مرکزي سټاک ته ۷ قلمه اړین خوراکي توکي چې په کې؛ ۶۴۱۳۲ کیلوګرام وريځې، ۳۱۰۷۶.۵ کیلو ګرام مایع غوړي، ۲۱۹۶۲.۵ کیلوګرام وطنۍ لوبیا، ۱۸۶۰.۵ کیلو ګرام شین چای، ۹۹۳۳ کیلو ګرام وچې شیدې، ۱۲۰۶۸.۳ کیلوګرام میده بوره او ۴۷۸۳ آیودین لرونکي مالګه شامل دي، ولېږدول شو.

عمري زیاته کړه، چې د دغو خوراکي توکو د انتقال او ورکړې پر مهال د عامې روغتیا وزارت او د مرکزي سټاک (ګدام) هئیتان هم حضور درلود.

د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا اړوند روغتونونو لپاره د تازه خوراکي توکو (سبري او میوه) لېږد هره ورځ ترسره کېږي.

#د_نشراتو_مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all