د داوطلبۍ اعلان

org_admin
Ten

Publish Date

Closing Date

د مخکنیو اعلانونو له مخې؛ د فراه ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې دخپل جایداد یو زوړ ګدام ، چې د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري، د داوطلبۍ له لارې په کرايه ورکړي.

په دې هکله دوه ځلې اعلان شوی؛ خو پرته له نعمت الله  نومي د غلام حضرت زوی بل هېڅ څوک د داوطلبۍ یا د یاد ګدام د کرايې اخیستلو ته حاضر شوی نه دی.

  له ټولو ثبت شوي شرکتونه او هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او یاد ملکیت ته اړتیا ولري، نو کولای شي خپل غوښتنلیکونه د اعلان له نیټې څخه تر (۷) ورځو پورې، د فراه ولایت د ارزاقو د لوی مدیریت مالي، اداري او املاکي څانګې ته چې د فراه ښار په درېیمه ناحیه کې موقعیت لري  وسپاري او پخپله د داوطلبۍپه ورځ حاضر شي. د شرطپاڼې نسخه د بېرته نه ګرځیدو بیې په بدل کې ترلاسه کولای شي او تضمین په نقدي توګه اخیستل کېږي.

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۴۲ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

د داوطلبۍ اعلان

په کاپیسا ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو باب ګدام، چې اوږدوالی یې ۳۶.۶۰ متر، سور یې ۱۸.۳۰ متر او لوړوالی یې ۶.۴۱ متر دی، په کرایه ورکول کېږي. یاد ګدام دننه په دوو برخو وېشل . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۱۳ Beside of Central Silo, 3rd District, Kabul - Afghanistan
Background image

خبرتیا؛

 د معصوم سحر ودانیز شرکت د سرپل ولایت د اداري ودانۍ د جوړولو په داوطلبۍ او د آفرونو د خلاصولو د ۲۳/۹/۱۴۰۴ نېټې په غونډه کې ګډون کړی و، چې په شرطپاڼې او نورو مشخصاتو کې د (۱۱۹۳۴۵۰) یو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۱۱ پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
Background image

​​​​​​​د داوطلبۍ اعلان

د ارزاقو امارتي شرکت پورې اړوند یو جریب سپینه ځمکه، چې د خیرخانې مېنې د قلعه نجارانو په سیمه کې د ماشومانو د (۲) نمبر وړکتون ترڅنګ موقعیت لري، یو تن هېوادوال د وحیدالرحمن په نوم غوښتنه . . .

Back to tenders