د هرات ولایت د ارزاقو لوی مدیر د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند روزنتون څخه لیدنه وکړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۱:۴۱
office

د هرات ولایت د ارزاقو لوی مدیر نعمت‌الله نائب  وړمه ورځ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند د هلکانو له روزنتون څخه لیدنه او څارنه وکړه، چې په دې کتنه کې د یاد ریاست یو تن استازی هم ورسره مل و.

ښاغلي نعمت‌الله نائب څرګنده کړه، چې دا مهال په دې روزنتون کې یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان تر روزنې لاندې دي او د دوی د اړتیا وړ خوراکي توکي د ارزاقو  امارتي شرکت له لوري برابرېږي.

ده ډاډ ورکړ، چې د روزنتون د خوراکي توکو د برابرولو بهیر په منظمه او مؤثره توګه پرمخ ځي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې روزنتون مسوولین د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښ او له وړاندې شویو چوپړتیاوو رضایت لري.

د یادونې وړ ده، چې د څارنې، ارزونې او د خوراکي توکو د برابرولو لړۍ نه یوازې په مرکز؛ بلکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت له خوا په دوامداره توګه ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ پنځه قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۳۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all