ارزاقو امارتي شرکت؛

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۳۷
Office

ارزاقو امارتي شرکت په هېواد کې یوازینی دولتي شرکت دی، چې د خوراکي توکو په برابرولو کې فعالیت کوي. دا شرکت دولتي او نادولتي ادارو ته خوراکي توکي په خوندي، ډاډمن او ټاکلي وخت برابروي.

ارزاقو امارتي شرکت له ۸۵ کلونو څخه زیات تاریخي او خدماتي سابقه لري، چې په دې موده کې یې هېوادوالو ته بېلابېل خدمتونه، خوراکي توکي او سوداګریز امکانات وړاندې کړي دي.

یاد شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو ترڅنګ سوداګریز خدمتونه هم وړاندې کوي، چې سوداګریز فعالیتونه یې نه یوازې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ارزښتناک ګام ګڼل کېږي؛ بلکې د هېواد ګڼ شمېر ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

په اوسني وخت کې شرکت د لوړ کیفیت خام او تازه خوراکي توکي د هېواد پوهنتونونو لیلیو، ولایتي روغتونونو، دیني مدرسو، دارالعلومونو، روزنتونونو او وړکتونونو ته په ټاکلي وخت برابر او لېږد وي.

د شرکت مسوولین هڅه کوي، چې خپل خدمات لا چټک او اغېزناک کړي، ترڅو د خلکو لپاره د خدمتونو لمن نوره هم پراخه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۳۱
Background image

د پروان او کونړ پوهنتونونو لیلیو ته خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د پروان پوهنتون او د کونړ سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیلیو ته خوراکي توکي لېږدولي دي.

د ورکړل شوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار بست لپاره مرکه یی آزموینه واخیستل شوه

څه موده وړاندې د ارزاقو امارتي شرکت د سوداګرۍ سلاکار د خالي بست د ډکولو په موخه د آزادې سیالۍ له لارې تحریري آزموینه واخیستل شوه، چې د آزموینې د کتونکو پلاوي له لوري ځواب پاڼې و ارزول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې،  تېرې ورځ ۵۱ تنه مسافرو استادانو ته خوراکی توکي ولېږدول.

د پکتیکا ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر کلیم الله. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all