د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۳۹
P

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، سوداګریزو چارو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پلان له مخې؛ تېره ورځ د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې ته ۱۲ قلمه د اړتیا وړ خوراکي توکي لېږدولي دي.

د یاد شرکت د پروژو د تطبیق مدیر احمد سیفي وایي، چې دغه خوراکي توکي د یاد پوهنتون د مسوول د غوښتنې په پام کې نیولو سره برابر او لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاتوي، چې په دغو خوراکي توکو کې؛ ۲۰۳۹۸ کیلوګرامه وریجې، ۵۶۴۲ کیلوګرامه مایع غوړي، ۱۶۸۰ کیلوګرامه لوبیا، ۲۸۰ کیلوګرامه لوی نخود، ۱۳۹۰ کیلوګرامه د خواړو مالګه، ۲۳۵۰ کیلوګرامه میده بوره، ۱۴۰ کیلوګرامه شین چای، ۴،۵ کیلوګرامه د چای هیل، ۲۶ کیلوګرامه زیره، ۴۳ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۱۷ کیلوګرامه زرد چوبه او ۷۰۰ کیلوګرامه د بانجان رومیو رُب شامل دي.

سیفي وویل، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوري د کتنې پلاوي په شتون کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لیلیې مسوول ته وسپارل شول.

نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې د لیلیې مسوول د ارزاقو امارتي شرکت له خدمتونو خوښي ښودلې او د دوی له فعالیتونو یې رضایت څرګند کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د هېواد په کچه د پوهنتونونو له لیلیو او یو شمېر نورو دولتي ادارو سره د شوي قرارداد له مخې؛ خوراکي توکي په منظمه توګه لېږدوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د هېواد د ۳۳ ولایتونو، د ولایتي مدیرانو لپاره دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د مدیریتي چارو د ښه والي په موخه د شرکت د غونډو په تالار کې پیل شو.

د ورکشاپ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۴۲
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د البیروني پوهنتون لیلیې ته ۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ د کاپیسا ولایت البیروني پوهنتون لیلیې ته د اړتیا وړ پنځه قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د کاپیسا ولایت د ارزاقو مدیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۳۵
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

تېره ورځ د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all