د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۲:۲۶
office

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه. دغه غونډه د شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح، د سوداګریزو چارو پراختیا رییس مولوي نیک محمد معتصم، د تدارکاتو، املاکو، مالي، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو، همدارنګه د پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د اجنډا له مخې؛ پر نویو موضوعاتو خبرې وشوې. په یاده غونډه کې د شرکت د جایدادونو د تړون ورکولو پر څرنګوالي، د پروان ولایت د ارزاقو مدیریت لپاره د څښاک اوبو د ستونزې هواري، د لغمان ارزاقو مدیریت لپاره د ژورې څاه د کېندلو، په بغلان ولایت کې د شرکت پورې اړوند د ګدام د ویجاړ شوي دیوال د بیارغونې او همدارنګه د شرکت د جایدادونو څخه د پاتې مقروضاتو د راټولولو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

یادې موضوعګانې، چې ډېری یې د املاکو له برخې سره تړاو لرلې، د اجرائیوي کمېټې له لوري د تأیید وړ وګرځېدې.

د غونډې په پای کې د اجرائیوي کمېټې مشر مولوي عبدالرازق رفیع او د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي نیک محمد معتصم د شرکت د کړنو د لا ښه والي او د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړل او ویې ویل، چې د ستونزو د حل او د چارو د چټکتیا لپاره باید کوټلي او عملي ګامونه واخیستل شي.

غونډه د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع‌الله مجروح د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all