د کورني او بهرني سوداګري لوی مدیریت (4) بست
Publish Date
Closing Date
Location
پته: د مرکزی سیلو ترڅنګ، دریمه ناحیه، کابل - افغانستان
د د ندې عنوان : د کورني او بهرني سوداګري لوی مدیریت
اداره : ارزاقو امارتي شرکت
بست: ۴
د بست شمېره : ۱
د بست کود: 1405-26-ARZAQ
میاشتنی معاش: د شرکت د معاشونو د سکیل مطابق
د دندې موقعیت: کابل
راپور ورکول: د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي کمېټې ته
راپور اخیستل: تر لاس لاندې کارکوونکو څخه
د دندې د موخې لنډیز
د چارو تنظیم او ترسره کول، له ادارو او ملي سوداګرو سره سوداګریزې اړیکې جوړول،له بازار څخه پوهاوی او د شرکت موخو ته رسیدل.
د دندې صلاحیتونه او مسوولیتونه:
مسلکي دندې:
- د شرکت د عمومي پلان مطابق کاري پلان ترتیبول او د شرکت موخو ته رسیدل.
- د کاري فرصتونو پېژندنه، له امارتي ادارو او ملي او نړیوالو سوداګرو سره اغېزمنې اړیکې ټینګول د اړوندو سوداګریزو توکو د صادرولو او واردولوپه موخه.
- له دولتي ادارو او خصوصي سکتور سره د همغږۍ له لارې د سوداګریزو چارو د پراختیا په برخه کې ډاډ ترلاسه کول.
- د شرکت د محصولاتو د صادراتو او وارداتو لپاره له بازار څخه هر اړخیز او بشپړ ډاډ ترلاسه کول.
- د شرکت دننه او بهر له اړوندو برخو سره اړیکې او همغږي د چارو د ښه والي او پرمختګ په برخه کې رامنځته کول.
- د شرکت ستراتیژیک پلان جوړول، د پیاوړو اوکمزورو نقطو، فرصتونو او ګواښونو څېړنه او د خطرونو پېژندنه.
مدیریتي دندې
- د شرکت د سوداګریزو لارښوونو له مخې؛ د عوایدو او ګټو د زیاتوالي لپاره ترتیب جوړول.
- د شرکت د اوږدمهاله سوداګریز پلان په جوړولو کې د موجوده وړتیاوو څخه استفاده او له نورو ادارو سره همکاري ترسره کول.
- د شرکت د مقاماتو شفاهي او لیکلي هدایتونه عملي کول.
- د تقنیني اسنادو او پالیسۍ له مخې؛ کاري راپور چمتو کول او اړوند آمریت ته وړاندې کول.
- نورې دندې ترسره کول، چې د صلاحیت لرونکو مقاماتو له خوا د قوانینو او مقرراتو مطابق سپارل کېږي ترسره کول.
د همغږۍ دندې:
- د ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ د کاري چاپېریال د اغزمنتیا لپاره همغږي رامنځته کول.
- له اړوندو کاري برخو سره د چارو د ښه پرمختګ په برخه کې اړیکه او همغږي پیاوړې کول.
- له سیمه ائیزو ادارو، امنیتي ارګانونو، ښاروالۍ او نورو بنسټونو سره ښې کاري اړیکې جوړول.
زده کړې، تجربې او نور مهارتونه
غوښتوونکي باید لږ تر لږه دغه بست لپاره په لاندې شرایطو برابر او د شارټ لیست وړ دي.
د زده کړې درجه :
- لږ تر لږه باید د لیسانس ترکچه زده کړې ولري او د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد، عامه پالیسي، عامه اداره، سوداګري او ادارې یا نور اړوند څانګو کې سند ولري.
- د ماسټرۍ سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
لازمه تجربه:
- لیسانس لرونکي کسانو لپاره لږ تر لږه ۳ کاله په اړونده برخه کې تجربه درلودل.
- د ماسټر لرونکي کسانو لپاره ۲ کاله په اړونده برخه تجربه درلودل.
مهارتونه (وړتیاوې) :
- په ملي ژبو (پښتو یا دري)باندې د خبرو او لیکلو بشپړ مهارت درلودل او په انګلیسي ژبه بلدتیا .
- د کمپیوټر پروګرامونو:( MS Office، Outlook) او له انټرنیټ سره بلدتیا.
- د هېواد د نافذه قوانینو په اړه بشپړ معلومات لرل.
- له دولتي او غیر دولتي ادارو سره د مسلکي اړیکو جوړولو وړتیا درلودل.
- د افهام او تفهیم وړتیا لرل.
د غوښتنلیک لارښوونې:
- غوښتوونکي او مینوال، چې پورتنی شرایط پوره کولی شي، خپل سیوي (CV) د دندې له عنوان او د بست له کود سره په Subject کې د شرکت د کارکوونکو چارو آمریت ته دې له ۲۶/۱/۱۴۰۵ نیټې څخه تر ۱۷/۲/۱۴۰۵ نیټې پورې لاندې برښنالیک ته واستوي.
jobs@arzaq.gov.af - یادونه: یواځې له هغو نوماندانو سره به اړیکه ونیول شي، چې د شارټلیست ځانګړتیاوې پوره کړې وي.
د نورو معلوماتو لپاره، د کارکوونکو چارو آمریت سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ.
۰۲۰-۲۵۰۰۰۴۳