د لغمان ولایت د معتادینو۳۰ بستریز روغتون ته ۸ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۷
M

ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، تېرې ورځ د لغمان ولایت د معتادینو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول.

د لغمان ولایت د ارزاقو مدیر وحیدالله الکوزي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د روغتون اړوند مسوول ته وسپارل شول.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۵۴۸ کیلوګرامه وریجې، ۹۳ کیلوګرامه لوبیا، ۶۲ کیلوګرامه د روميانو رُب، ۳۴ کیلوګرامه مالګه، ۱۹۹ کیلوګرامه مایع غوړي، ۵۱ کیلوګرامه وچې شیدې، ۸۲ کیلوګرامه میده بوره او ۲۷ کیلوګرامه شین چای شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د لېږد او وېش بهیر د هېواد په کچه د دې شرکت د ولایتي مدیرانو له خوا په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
Background image

په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د ارزاقو او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت او د افغانستان د نفت او ګاز امارتي شرکت ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

دغه ۲۳ ماده ئیز. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all