د عبدالله بن مسعود جامعې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولیږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې؛ په دې وروستیو کې د عبدالله بن مسعود جامعې ته ۱۴ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت د پروژو د تطبیق آمر جان محمد عمري وویل، چې په یادو خوراکي توکو کې؛ ۳۴۱۴ کیلوګرامه وریجې، ۱۰۵۹ کیلوګرامه مایع غوړي، ۵۳۲ کیلوګرامه لوبیا، ۴۴.۴ کیلوګرامه خام نخود، ۴۱۶ کیلوګرامه بوره، ۲۸۷ کیلوګرامه د خوړو مالګه، ۲۵ کیلوګرامه شین چای، ۱۳۸ کیلوګرامه رُب، ۱.۳ کیلوګرامه د چای هیل، ۵.۸ کیلوګرامه میده زیره، ۷ کیلوګرامه د دیګ مساله، ۹ کیلوګرامه رنګ شیرین، ۳ کیلوګرامه د قورمې مساله او ۱.۴ کیلوګرامه کورکمن شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد خوراکي توکي د دواړو لوریو د کتنې پلاوي په شتون کې د عبدالله بن مسعود جامعې اړوند مسوول ته وسپارل شول.
هېره دې نه وي، چې د خوراکی توکو د لېږد او څارنې بهیر په مر کز او ټولو ولایتونو کې د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو مدیرانو له خوا په دوامداره توګه ترسره کېږي.
