په ارزاقو امارتي شرکت کې دوه تنه کارکوونکي وګمارل شول

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۲۶
T

 د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت په دوو خالي پنځم بستونو کې دوه تنه وړ او مسلکي کارکوونکي وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې.

هغه مراسم، چې د کارکوونکو چارو په آمریت کې ترسره شول. د مالي، کارکوونکو چارو، د پروژو د تطبیق آمرینو، د حقوقي او سوداګریزو چارو سلاکارانو او یو شمېر مدیرانو ګډون کړی ؤ.

د ارزاقو امارتي شرکت د کارکوونکو چارو آمر ښادي‌ګل صاحبزاده وویل، چې یادو کسانو تر دې وړاندې د آزادې سیالۍ له لارې د شرکت په دوو خالي بستونو د مالي ګواښونو او عوایدو راټولونې مدیریتونو کې ګډون کړی و. خو هغه کسان، چې په لومړي پړاو کې یادو بستونو ته بریالي شوي وو، د دندو د ترسره کولو لپاره حاضر نه شول.

صاحبزاده زیاته کړه، چې د شرکت د اړتیا او لزوم‌دید له مخې؛ خلیل‌الله د مالي ګواښونو او احمد جمشید د عوایدو راټولونې مدیریت په بستونو کې وګمارل شول او خپلې دندې یې په رسمي توګه پیل کړې. نوموړي څرګنده کړه، چې یاد کسان د لوړو زده کړو ترڅنګ د مدیریتي چارو اړوند کاري تجربه هم لري.

د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت هڅه کوي، ترڅو د آزادې سیالۍ له لارې وړ، مسلکي او متعهد کسان په اړوندو بستونو کې جذب او په دندو وګماري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۸
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه

د ارزاقو امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه د دې شرکت په ریاست کې جوړه شوه، چې مشري یې حمیدالله عبداللهي کوله. په یاده غونډه کې د شرکت پر بنسټیزو، سوداګریزو او خدماتي فعالیتونو، مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

د سرپل ولایت مقام د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس هڅې وستایلې

د سرپل ولایت مقام له لوري د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع کړنې، هلې ځلې او خدمتونه وستایل شول او نوموړي ته په دې موخه ستاینلیک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۲۰
Background image

د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان پر دوام؛ د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ خوراکي توکي. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all