ارزاقو امارتي شرکت د خپلو جایدادونو له لارې عواید ترلاسه کوي او سوداګریزې چوپړتیاوې وړاندې کوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۲:۳۱
2

 د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو ملکیتونو او جایدادونو له عوایدو د هېواد اقتصادي وده پیاوړې کوي او ولس ته سوداګریزې اسانتیاوې برابروي.

په دې لړ کې، یاد شرکت د ننګرهار ولایت په څلورمه ناحیه کې یو څلور پوړیز سوداګریز مارکیټ د عامه او خصوصي مشارکت قانون له مخې یوه خصوصي شرکت ته سپارلی، چې د ۵۷۷ متره مربع ځمکې پر سر جوړ شوی او پکې د بیلابیلو توکو هټۍ شتون لري. د دې مارکیټ ساتنه او مدیریت د ارزاقو امارتي شرکت پر غاړه دی، او عواید یې هره میاشت د شرکت حساب ته لوېږي.

همداراز، د ارزاقو امارتي شرکت د یوه بل پنځه پوړیزه سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې هم پیل کړې، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د قرارداد له مخې، د شهزاده ساپي خصوصي شرکت سره په مشارکتي ډول جوړیږي. د دې مارکیټ مساحت ۱۶۵۰ متره مربع دی، او ۲۵ کلن قرارداد لري، چې له مخې به د کال ۳۰ سلنه عواید د ارزاقو امارتي شرکت ته ورکول کېږي.

د ارزاقو امارتي شرکت د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې خپلې سوداګریزې چارې چټکې کړې، چې د پخواني نظام په پرتله ۸۰ سلنه پرمختګ موندل شوی. په تېرو دریو کلونو کې، یاد شرکت د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي او خلکو ته بې‌سارې خدمات وړاندې کړي دي.

یاد شرکت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سوداګریز مارکیټونه، سمینټي او اوسپنیز ګودامونه، او کرنیزې ځمکې لري، چې د هر ولایت د ملکیتونو او جایدادونو په اړه به نور معلومات هم له ولس سره شریک شي.

د ارزاقو امارتي شرکت د نشراتو مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

د لغمان ولایت پوهنتون ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د لغمان ولایت د ارزاقو مدير وایي، چې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د پل څرخي له ګدامونو څخه بار او د دې ولایت پوهنتون ته ولېږدول شول.

د لغمان د ارزاقو مدير زیاتوي، چې په یادو خوراکي توکو کې ۳۳۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۹
Background image

بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د ارزاقو امارتي شرکت له لوري تېره ورځ بلخ پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي واستول شول.د بلخ ولایت د ارزاقو لوی مدیر محمدکاظم مهدي یار وایي، چې یاد خوراکي توکي د کتنې پلاوي په شتون کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۵:۱۱
Background image

د بدخشان پوهنتون ته اته قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د بدخشان ولایت د ارزاقو امارتي شرکت مسوولین وایي، چې اته قلمه خوراکي توکي د کندز ولایت د ارزاقو شرکت له ګدامونو څخه بار او د بدخشان ولایت پوهنتون ته انتقال شول. دوی زیاتوي، چې یاد. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all