ارزاقو امارتي شرکت د زابل پوهنتون لیلې او د معتادینو روغتون ته خوراکي توکي ولېږدول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو، خدمتونو او سوداګریز پلان له مخې، د زابل ولایت پوهنتون لیلیې او د معتادینو د درملنې روغتون ته د اړتیا وړ بېلابېل خوراکي توکي لېږدولي دي.
د زابل ولایت د ارزاقو مدیریت مالي او اداري مدیر عبدالمالک مصلح په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې د پنجشنبې په ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۹ قلمه او د معتادینو د درملنې روغتون ته ۷ قلمه خوراکي توکي لېږدولي او د کتنې پلاوي په شتون کې یې اړوندو مسوولینو ته سپارلي دي.
د نوموړي په وینا، په یادو خوراکي توکو کې وریجې، غوړي، لوبیا، نخود، شین چای، بوره، مالګه او نور د اړتیا وړ مواد شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې ارزاقو امارتي شرکت د خوراکي توکو د لېږد بهیر په ټول هېواد کې د خپلو ولایتي مسوولینو له لوري په دوامداره توګه څارل او ارزول کېږي.
