د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس خوست ولایت ته رسمي سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۳۷
office

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې اونۍ په وروستیو کې د یوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر موخه د شرکت د اداري چارو، بنسټیزو پروژو او د جایدادونو اړوند ستونزو څېړنه، ارزونه او د حل لارې موندل و. په دې سفر کې د شرکت د املاکو آمر عبدالله غوث او سکرتر رحماني عمیر هم ملتیا کوله.

مولوي عبدالرازق رفیع په خوست ولایت کې د شرکت پورې اړوند جایداد له نږدې وڅېړل او اړوند معلومات یې ترلاسه کړل. له هغه وروسته د جایداد پر وړاندې موجوده ستونزه د خوست ولایت مقام، اړوندو ادارو او ښاروالۍ ترمنځ د هر اړخیز بحث لاندې ونیول شوه او په پایله کې پرې توافق وشو، چې د ځانګړې محکمې پرېکړه د عملي کېدو وړ وګرځي.

همداراز، د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس د خوست ولایت د ارزاقو له مدیریت څخه هم لیدنه وکړه او د اړوندې ادارې مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د چارو د لا ښه والي، د بنسټیزو پروژو د ښه تطبیق او د جایدادونو ساتنې او مراقبت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په همدې سفر کې د خوست ولایت د ارزاقو مدیر جمعه خان د شرکت اجرائیوي رییس ته د یاد ولایت د ارزاقو د املاکو، اداري چارو او روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او همداراز یې یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې اجرائیوي رییس ته واورول.

د یادونې وړ ده، چې خوست ولایت هم د نورو ولایتونو په څېر د ارزاقو امارتي شرکت له جایدادونو څخه بډای ولایت دی، چې په کې د شرکت پورې جایدادونه موجود دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
Background image

د پکتیکا پوهنتون استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او خدمتونو په لړ کې، د تېرې اوونۍ په ورستیو کې د پکتیکا پوهنتون مسافرو استادانو ته ۲۱ قلمه خوراکی توکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۲
Background image

د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس غزني ولایت ته سفر وکړ

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رییس مولوي عبدالرازق رفیع د تېرې پنجشنبې په ورځ غزني ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د شرکت د اداري چارو، د اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

د میدان وردګو پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

د میدان وردګو ولایت د ارزاقو مدیر سید شمس الدین اکبر وویل، چې وړمه ورځ یې د پوهنتون لیلیې ته ۱۴ قلمه خوراکي توکي لېږدولي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دغو خوراکي توکو کې ۳۷۲ کیلوګرامه وریجې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all