د ارزاقو امارتي شرکت د اجرائیوي کمېټې ناسته ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۲
J

د ارزاقو امارتي شرکت د اجرایوي کمېټې نوبتي ناسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې مشري یې د شرکت د مالي او اداري چارو رییس مولوي مطیع الله مجروح کوله.

په دې ناسته کې د سوداګریزو چارو د پراختیا رییس مولوي سید نیک محمد معتصم، د تدارکاتو، املاکو، مالي، سوداګریزو چارو پراختیا، د پروژو د تطبیق، د کارکوونکو چارو او خدماتو آمرینو او همدارنګه د کنټرول، پلټنې او پلان مدیرانو ګډون کړی و.

د ناستې په پیل کې د شرکت اړوند املاکي، مالي او تدارکاتي موضوعات او همدارنګه د چارو د لا ښه تنظیم او پرمخ وړلو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه یو شمېر غوښتنې او ستونزې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې د اجنډا له مخې؛ هغه مهم موضوعات، چې د شرکت له بنسټیزو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېدل د اجرایوي کمېټې له لوري تایید شول. همدا راز د نورو مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې. ناسته د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د لغمان پوهنتون لیلیې ته ۱۱ قلمه خوراکي توکي ولېږدول شول

 د لغمان ولایت د ارزاقو لوی مدیر وحیدالله الکوزي په رالېږلي معلوماتو کې ویلي دي، چې نن یې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د دې ولایت پوهنتون لیلیې ته لېږدولي دي. نوموړي زیاتوي، چې یاد توکي د کتنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په بلخ ولایت کې د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ پرانیستل شو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ارزاقو امارتي شرکت سوداګریز مارکېټ د پرانستې مراسمو په ترڅ کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مارکېټ د پرانستې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۹
Background image

ارزاقو امارتي شرکت د سمنګان پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه خوراکي توکي ولېږدول

 تېره ورځ د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیریت له لوري د دې ولایت د پوهنتون لیلیې ته ۱۳ قلمه اړین خوراکي توکي ولېږدول شول.

د سمنګانو ولایت د ارزاقو مدیر محمدجان فایز په رالېږلي معلوماتو کې. . .

BACK TO NEWS

Latest

LatestShow all